جنرال کېمبل: پر افغان امنیتي ځواکونو باور او ډاد لرم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66069
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-13

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال کېمبل وايي چې پر افغان امنیتي ځواکونو باور او ډاد لري چې د طالبانو د حملو مخه په بریالیتوب نیولی شي. جنرال کېمبل، چې د کار دوره یې پای ته رسېدلې ده، پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې بهیر ته ورګډ شي ځکه چې یوازې له دې لارې د خپل هیواد په راتلونکې کې رول لرلی شي. دغه امریکايي جنرال همداراز وویل، د اسلامي دولت ډله (داعش) لا په نسبي ډول په افغانستان کې یوه کوچنۍ ډله ده او د امریکايي او افغان ځواکونو او حتي د طالبانو له پر له پسې حملو سره مخامخ ده. ده وویل چې د افغانستان ملي حکومت ته اصلي خطر داعش نه بلکې ظالبان دي. ټاکل شوې ده چې جنرال کېمبل، چې ۱۸ میاشتې په افغانستان کې د ناټو او امریکايی ځواکونو قوماندان و، د راتلونکې مارچ په لومړیو کې ډګرجنرال جان مایک نیکلسن ته د دغو ځواکونو قومانده وسپاري.