کندهار : د ښځو په جامو کي تښتيدونکی زنداني ونيول سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66072
لودين
دخبریدو نیټه : 2016-02-14

د کندهار د لوی محبس امنتي مسولين وايي، چي نن يې د سياسي بلاک هغه زنداني د تلاښي پرمهال نيولی، چي د ښځو جامې يې اغوستي اوغوښتل يې له زندانه وتښتي . نيول سوی کس تورجان نوميږي، دکندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او درې مياشتي مخکي د اووه پوليسو د وژني په تور نيول سوی وو . د کندهار د لوی محبس امنتي مسول سيد مرسل اغا وايي، چي نن د بنديانو سره د هغوي د کورنيو د ښځو د ليدو ورځ وه او دغه کس يې د هغو ښځو په کتار کي نيولی چي له محبس څخه وتلې. نيول سوي کس هم خبريالانو ته پر خپله تيښته اعتراف وکړ . دوه کاله مخکي د کندهار له زندانه نژدې پنځه سوه کسه سياسي او جنايي بنديان د تونل له لاري وتښتېدل، خو دا ځل د ښځو په کالو کي له زندانه تېښته په کندهار کي د خپل ډول لومړۍ پېښه ده.