د کرکټ کتاب بيا ځلي چاپ شو‏

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66285
کاتب شاه کاتب هډه وال
دخبریدو نیټه : 2016-03-17

 

د ژورنالېست او ليکوال سميع الله پام په زيار ليکل شوی د کرکټ کتاب د مينوالو د غوښتنې سره سم بيا ځلي چاپ شو.

په دغه کتاب کې د کرکټ پېژندنه، تاريخچه، قاموس او د کرکټ مسلکي برخې يوځای شوي چې تېر ځل يې دوه زره ټوکه بازار ته راوتلی و او تر خلاصېدو وروسته يوځل بيا چاپ شو.

د کرکټ په دغه کتاب کې له نورو مسلکي مالوماتو سربېره د توپ وزن، د توپ اندازه، د بېټ وزن او اندازه او همدارنګه د ويشتنځای د اوږودوالي او پلنوالي په اړه مالومات ليکل شوي.

دغه کتاب يو سل او پنځه صفحې دی چې د کرکټ په برخه کې لمړنی پښتو مسلکي کتاب دی.