جنګ بس دی !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66332
نعمت الله پټانزی
دخبریدو نیټه : 2016-03-26

موږ یوتن یو یو مویــــون دی
 خوښ موسوله اوسمون دی
 دنفاق فکرنه ښـــايي
 کړیدلی موژوندون دي
 جنګ نوربس دی جنګ دورک شي
 داناره داموغبرګـــــــــون دی
 پخلاینې ته رادانګـــــو
 دامونیت داموپاڅون دی
 جـــدایي ده نوره ختمه
 نن په دې خاطرلاریون دی
 پټانزیه لیرې مه ځـــه
 ټوکیدلی پیوستون دی
 لکه دوه یاران په څنګ کې
 یوه لیلی بل یې مجنون دی
..

 ۱۳۹۵/وری/۲- دغزني ښار