ګیله مند

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66334
سمیع الدین افغاني
دخبریدو نیټه : 2016-03-26


 زه د حــــــالاتو نه په تنــــــګ راغلم
 دخپل تدبیر سره په جنـــــــګ راغلم

 مـاویل چې ښکل به کړم روښانه لاره
 پـــــــه سرنوشت کې د پتنــګ راغلم

 زه د خپـل ملک د پادشاهي په هیله
 خـــو په حسـاب کې د ملنــګ راغلم

 ما سره ښـــکلي ارمـــانونه زړه کې
 خـو نامراده ترې په څنـــــګ راغلم

 هغــــه حساب چې مې د ژوند درلوده
 زه پـه مسیر کې د نیرنــــــګ راغلم

 ماویل چې زه به خپــــل منزل ته رسم
 پـــــه حقیقت کې پــــه بل رنګ راغلم

 د پاکو هیلـــــو ، ارمـــــانونو ښار نه
 زه افغــــاني تري ګیلـــــــه مند راغلم
***