د ډونالډ ټرامپ تازه څرګندونې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66392
سرلوڅ مردازی
دخبریدو نیټه : 2016-04-01


 د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوریت غوښتونکو نوماند ډونالنډ ټرامپ، څوم ځل دی چې وايی که چیری د امریکا د روان کال په ټاکنو کې بریالی شي، په افغانستان کې به خپل سرتیری په دې لامل هم زیات کړي چې د پاکستان اتومي وسلې چې د ده په وینا خورا زوروې دي او کنترول يی امریکا ته مهم دی، د افغانستان له کنډو وڅاري.
که څه هم افغانستان او امریکا د دوه خپلواکه هېوادو پتوګه، ستراتیژیک او امنیتي تړونونه لري، خو دې تړونونو په تېره بیا د امنیتي تړون په منځپانګه کې داسې ماده نشته چې هلته دې افغانستان د امریکا د ګټو لپاره په سیمه کې د ژاندارم دنده او رول ولوبوي او امریکا دې د پاکستان په ګډون د سیمې نور هېوادونه د افغانستان له کنډو، تر څار لاندې ونیسي.
په دې تړونونو کې افغانستان په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره کومه پولیسي دنده په غاړه نه ده اخیستي. امریکا سره یاد تړونونه د امنیتي چارو په ګډون یوازې د افغانستان او امریکا خپلمنځي متقابلو ګټو ته په پام کې نېول شوی او په هیڅ توګه د ګاونډي او دریمګړي هېواد د ګټو د تاوان لپاره هغه نه شي کارېدلی.
د امنیتي تړون د سریزې په یوه برخه کې لولو«د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت د موافقې په لرلو سره چې د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او برابرۍ پر بنسټ وي او له ټولو ملتونو څخه په غوښتنې چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وکړي او د افغانستان په کورنيو چارو او دموکراتیکو بهیرونو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي؛ همدارنګه په دې باندې په ټینګار سره چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري د یو بل ملي حاکمیت ته د بشپړ درناوي، د ملګرو ملتونو د منشور اهدافو او د هغې ګډې علاقې پر بنسټ ولاړه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو یو چوکاټ رامنځته کوي او دغه راز د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته د دوی پر ټینګه ژمنه او د افغانستان قوانینو، دودونو او عنعناتو ته پر احترام باندې په بیا ټینګار سره؛»
که چیری د ګاونډي او یا دریمګړي هېواد څخه د افغانستان امنیت ته ګواښ او خطر پېښ شي، هغه مهال دواړه هېوادونه د ګواښ او خطر د مخنیوي لپاره یوله بل سره په سلا چاره سنجوي او په ګډه يي مخه نیسي. په دې اړه د تړون په یوه ماده کې داسې لولو« د بهرني تېري او یا د افغانستان په وړاندې د بهرني تېري د ګواښ په صورت کې، دواړه لوري په عاجله توګه د مناسب غبرګون د ښودلو لپاره د دواړو لوریو د اساسي قوانینو د طرزالعملونو مطابق د سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو په شمول چې په دوه اړخیزه توګه به مشخص شي او په دریېمه فقره کې یې د لیست د ترتیب یادونه شوې، مشورې کوي.»
د ډونالډ ټرامپ تازه څرګندونې د امریکا د هغه زړې پالسۍ ښکارندوی دي چې یو وخت يي غوښتل د ایران او شمالي کوریا د خیالي اتومي ګواښ پر وړاندې، خپله اتومي وسله د روسیي خاورې ته نږدې د بالتیک سمندرګي ته په څېرمه هېوادو او پولنډ کې ځای پرځای کړي.
داسې پلمې تل د امریکا په اتمي تګلار کې لېدل کیږي.
که چیری د پاکستان اتمي وسله چې د لویدیځ او امریکا په مټ يی ترلاسه کړې په ریښتیا امریکا او لویدیځ ته ګواښ او سردرد وي، امریکا او لویدیځ کولای شي چې ایران سره د ورته چلند په مټ يي مخه ونیسي.
بلخوا امریکا کولای شي پاکستان سره مخامخ په دې اړه خبرې پيل کړي او د سرغړونې په صورت کې يي داسې مجازات کړي لکه چې د ایران غوږونه يي ورتاو کړل او یا د شمالي کوریا د اتمي وسلو په تړاو چې کلک دریځ يي نیولی.
د ټرامپ له څرګندونو مخکې، پرون هم د ترهګرو په اړه چې اصلي ځالې يی په پاکستان کې دی، د امریکا رسمي تګلار دا وه چې افغانستان په نښه کړي او د خطر ریښتینی ټاټوبی له پامه وغورځوي. د پاکستان پلازمېنې ته نږدې په پوځي مرکز ایبټ اباد کې د بن لادن میشتون او د ترهګریزو عملیاتو قرارګا وښوده چې امریکا او لویدیځ ونه غوښتل د ترهګرۍ اصلي مرکز په نښه کړي. امریکا پخپلې دغې ناسمې تګلار سره چې یا يي نه شو کولای ترهګر پخپل ځايی ټاټوبی پاکستان کې وځپي او یا يي په لویلاس د خپلو بعدي ستراتیژیک پلانونو د پليتوب په موخه، د سیمې د ناارامۍ لپاره روغ رمټ وساتي او له پخوا يي لا غښتلي او پیاوړي کړي. البته د پېښو وروستۍ پرمختیاوې، چې سیمه کې د امریکا او لویدیځ په غټ او غوښن شتون سره سره بیا هم ترهګر کمزوري نه شول، بلکې له پخوا هغه زیات او پیاوړي شول، د دوهمې لید توګې پخلی کوي.
که نن یو ځل بیا امریکا وغواړي افغانستان کې خپل پوځي شتون او دې هېواد سره امنیتي تړون داسې تعریف کړي چې له دې ځایه به په پاکستان کې اتومي وسلې څارې او کنترولوي، دا به د سیمې نورو هېوادو لکه هند، چین او روسیي ته چې اتمي وسلې لري او ایران چې د جوړولو په فکر يي خوب نه لري، دې ته وهڅوي چې د افغانستان په وړاندې سخت دریځ ونیسي.
له افغانستانه، د پاکستان د اتومي وسلو څار او کنترول چې که امریکا يي په ریښتیا وغواړي له نورولارو يي هم په اسانه ترسره کولای شي او له پاکستان پرته، د سیمې د نورو هېوادو د څار لپاره یوه پلمه ښکاري، د افغان له خاورې د سیمې د نورو هېواد په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهنې ته لار پرانیزي او افغانستان د سیمې له هېوادو سره په یوه بل کړکیچ ورښکېلوي. د افغانانو له لیده د تړون پلیتوب باید د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي، نه چې دا تړون افغانستان، د امریکا د ګټو لپاره د سیمې له هېوادو سره په نوې دښمنۍ ورواړوي.
ټرامپ د امریکا د پخواني ولسمشر بوش د سکي بل او څو چند خطرناک مخ ښکاري او په ټاکنیزه غورځو پرځو کې د نړۍ له مسلمانانو او مکزیکیانو سره خپله دښمني نه پټوي. که څه هم له بوش څخه مخکې دیموکرات ولسمشر بیل کلینټن او ښځې يي افغانستان ته د پاکستان له لارې د ورانکارو او ترهګرو په رالیږلو کې ناغیړي نه ده کړې او هیلیري کلینټن چې اوس د دیموکراتانو لخوا په ټاکنو کې ولسمشرۍ ته ولاړه ده، څو ځلي اعتراف کړی چې مجاهدین او طالبان دوی افغانستان ته د بربادۍ لپاره په غاړه اچولی دي. اوسني نوماند ولسمشرټرامپ خو دا ادعا هم کوي چې داعش د هیلیري کلینټن او ولسمشر اوباما لخوا رامنځته شوې ترهګره ډله ده.
البته د دې لیکنې موخه دا ده چې افغانان له خپل حکومته تل وغواړي چې له نورو هېوادو سره لاسلیک شوي تړونونه او په تېره بیا امریکا سره شوی امنیتي تړون، د افغاستان ملي ګټو ته په پام پلي کړي او نور هېوادونه پرینږدی چې له دغو تړونونو څخه د ځان په ګټه او د افغانانو په تاوان ګټه پورته کړي.
که چیری افغانان د تړونونو په پلیتوب کې خپل حکومت ونه څاري، کېدای شي د تړونونو له پلیتوبه او منځپانګې ناوړه پایله راووځي!
افغانان له امریکا غواړي چې د سیمې له هېوادو سره افغانستان ته د نویو ستونزو د پنځولو پرځای، په امنیتي تړون کې دغه لاندې فقره افغان حکومت سره په ګډه، په ریښتیني پلي کړی« د ملګرو ملتونو د منشور پر خلاف، افغانستان د بهرنیو دولتونو او د بهرنیو په ملاتړ د بهر مېشتو وسله والو ډلو لخوا د تېري او د قوې کارونې د نورو ډولونو، هدف ګرځېدلی دی.د دې قرارداد په محدوده کې، دواړه لوري د افغانستان د ځکمنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول وسله والې قوې یا ګواښونو، د هر بل دولت یا نورو وسله والو ډلو لخوا له وسله والو ډلو څخه د ملاتړ او دوی ته د پټنځایونو او وسلو د برابرولو په کلکه مخالفت کوي.دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول ګواښونو پرخلاف د افغانستان د دفاعي قابلیتونو په لوړولو کې همکاري وکړي.»
د ۲۰۱۶ کال د اپریل لومړۍ