پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښې د خپلو ځواکونو شمېر ډېروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66434
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-16

پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښې د خپلو سرتېرو شمېره زیاتوي. د هغه پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف ویلي، هېواد به یې په قبايلي سيمو او بلوچستان ایالت کې له افغانستان سره پر فرضي پولې د سرحدي ځواکونو شمېر زیات کړي، څو دده په خبره پر پوله د ترهګرو تګ راتګ کم شي. خواجه اصف زیاته کړې، دوی ډيورنډ ته څېرمه په قبايلي سیمو کې د ضرب عضب په نامه عملياتو کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه وړي دي. ده په ورته مهال ویلي، چې اسلام اباد افغان دولت او افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته هم خواست کړی، چې د افغانستان له لوري په سرحدي سيمو کې د ترهګرو پر ضد سخت عمليات وکړي.