پاکستان انضمام الحق له افغانستانه بېرته د خپل هېواد کریکټ بورډ ته غواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66435
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-16

د پاکستان کرېکټ بورډ پرېکړه کړې، چې پخوانى لوبډل مشر انضمام الحق د کرېکټ لوبغاړو د غوراوي کمېټې ( سلېکشن کمېټې) د مشر په توگه وټاکي. په دې لړ کې د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر، شهريارخان، تېر ورځ لاهور کې انضمام الحق سره ليدلي دي. په دې غونډه کې انضمام الحق ته د غواروي کمېټې د مشرۍ رسمي وړاندیز شوی، خو هغه تر دې مهاله ځواب نه دی ورکړی. انضمام الحق دا مهال د افغانستان د کرېکټ لوبډلې روزونکى دى. د افغانستان کریکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.