امریکا له ګوانټانامو زندان نه نهه تنه بندیان ازاد کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66437
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-16

امریکا له ګوانټانامو زندان څخه نهه تنه بندیان ازاد او سعودي عربستان ته واستول. د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پنټاګون ویلي، دا د ولسمشر بارک اوباما د هغو هڅو نښه ده، چې غواړي ګوانټانامو زندان په بشپړه توګه وتړي. سرچینه زیاتوي، اوباما هوډ لري، چې د روان کال د پسرلي له پای ته رسېدو سره سم ګوانټانامو زندان وتړي او ټول زندانیان یې ازاد یا هم نورو هېوادونو ته واستوي. د امریکا دفاع وزارت له سعودي عربستان څخه هم مننه کړې، چې د تازه ازادو شویو نهو بندیانو منلو ته یې زړه ښه کړی. په دې سره په ګوانټانامو زندان کې د پاتې بندیانو شمېره ۸۰ ته راټیټ شو، چې له ډلې یې ۲۶ تنه بې ګناه ښودل شوي او خپلو کورونو ته د تلو انتظار باسي.