پاکستاني ځواکونو د تورخم اړوند باچا مېنه کې د افغان کډوالو ۶۴ کورونه نړولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66438
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-16

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د هغه هېواد ځواکونو د تورخم اړوند باچا مېنه کې د افغان کډوالو ۶۴ کورونه نړولي دي. د "دي نیوز انټرنشنل" د خبر له مخې؛ وروستیو څو ورځو کې د تورخم پر دروازې د پاکستاني ملېشو له لورې د لګېدلو محدودیتونو تر څنګ، په لنډي کوتل، پاچا مینې او ګیاڼۍ سیمو کې پر مېشتو افغان کورنیو هم فشار اچول شوی، چې یادې سیمې پرېږدي. سرچینه زیاتوي پر تورخم دروازې د لګېدلو محدودیتونو له کبله تېره ورځ د تګ راتګ کچه د پخوا په پرتله په بې سارې توګه کمه شوې وه. پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې تر دې پخوا هره ورځ په اوسط ډول ۷۰۰۰ کسانو له تورخم دروازې تګ راتګ کاوه، چې تېره ورځ دغه شمېر سلګونو ته راټیټ شوی وو.