سخي مشواڼي د کليو او پراختيا له وزير نصير احمد دراني بښنه وغوښته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66439
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-16

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د کليو او پراختيا له وزير نصير احمد دراني څخه بښنه وغوښته. د ولسي جرګې غړي سخي مشواڼي تېره چهاشنبې د جرګې په عمومي ناسته کې وروسته له هغه، چې خبرې يې له ټاکلي وخت زياتې شوې او مايک پرې بند شو، د جرګې منشي عرفان الله له ګرېوانه کش کړ او د کليو او پراختيا پر وزير نصيراحمد دراني یې وار وکړ. تېر مازیګر د يو شمېر سياسي مشرانو او د ولسي جرګې د لسګونو وکيلانو په ګډون د روغې جوړې يوه جرګه د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني په کور کې جوړه شوې وه. د غونډې په پاى کې سخي مشواڼي او د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني يو بل ته سره غېږه ورکړه او روغه جوړه يې وشوه. د يادې غونډې پر مهال د کليو پراختيا او بيارغونې وزير نصير احمد وویل چې دی تر دې وروسته له وکیل سخي مشواڼي سره کومه ستونزه نه لري.