پاکستان ته د پوځي زده کړو لپاره استول شوي شپږ افغانان فارغ شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66440
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-16

په لومړي ځل د پاکستان له یوې پوځي اکاډمۍ د افغان پوځ شپږ زده کوونکي فارغ شول. دغو افغان پوځیانو د پاکستان د کاکل په پوځي اګادمۍ کې ۱۸ میاشتې زده وکړې، پاکستان په دغې اکاډمۍ کې بهرنیانو ته پوځي روزنې ورکوي. دغه افغانان داسې مهال د پاکستان له پوځي اکاډمۍ څخه فارغیږي، چې طالبانو تازه د افغان حکومت پر ضد پسرلني عملیات پېل کړي. دغه کسان د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د ولسمشر اشرف غني له لورې پاکستان ته د پوځي زده کړو په موخه واستول شول.