په اکوادور کې د تېرې ورځې زلزلې د تلفاتو شمېره ۳۰۰ ته ورسېد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66441
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-17

پرون سهار وخته د دغه هېواد یو شمېر سیمې ۷،۸ درجې زلزلې ولړزولې. چارواکي وايي تازه معلومات دا دي چې، په دغې زلزلې کې تر دې دمه د ۳۰۰ په شاو خوا کې مړي موندل شوي او نږدې ۲۵۰۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. د دغه هېواد د ولسمشر لومړي مرستیال جورج ګلاس ویلي، چې ښايي تلفات تر دې هم زیات وي؛ ځکه چې، لا هم له یو شمېر سیمو مالومات نه دي ترلاسه شوي. اکواډور کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې زلزله یوازې ۴۰ ثانیې وه او که تر یوې نیمې دقیقې یې دوام کړی وای، ښايي تلفات یې تر زرګونو اوېښتی وای.