د ډاکټر نجیب په اړه د اسماعیل خان څرګندونو غبرګونونه راوپارول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66442
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-17

د پخواني جهادي قوماندان اسماعیل خان د څرګندونو پر ضد په ټولنیزو رسنیو کې تندې تبصرې کیږي. د نوموړي پر ضد دغه غبرګونونه وروسته له هغې راپورته شول، چې له خلکو یې پر خپلو موټرو د ډاګټر نجیب د عکسونو د نه لګولو غوښتنه وکړه او نوموړی یې " د ملت قاتل" یاد کړ. اسماعیل خان تېره ورځ په هرات کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل؛ چې دوی ته دې د جنګسالارانو خطاب نه کوي او د ده په ټکو، د ملت د قاتل، ډاکټر نجیب عکسونه دې د خپلو ګاډو پر ښېښو نه ځړوي.