هېواد کې د وروستیو شدیدو بارانونو او سېلابونو له کبله ۴۳ کسان مړه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66443

دخبریدو نیټه : 2016-04-17

د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو د راوتو او شدیدو بارانونو له کبله ۴۳ کسان مړه شوي دي. تر ټولو سیمو ډېر ځاني زیان په شمال لوېدیځ ولایت بادغیس کې اوښتی دی. د بادغیس ولایت د ځایي چاروکو په خبره، په دې ولایت کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د سمنګانو ولايت په دره صوف پايين او حضرت سلطان ولسواليو کې هم سېلابونو پنځه تنه وړي دي. له بلخ نه هم راپورونه وایي چې په دې ولایت کې د سېلابونو له کبله درې تنه مړه شوي دي. د تخار ولايت د مرکز اړوند سيمو کې هم سيلابونو درې تنه وړي او وژلي دي. له شمال پرته د هېواد نورو سیمو کې هم د سېلابونو او شدیدو بارانونو له کبله ځاني او مالي زیانونه اوښتې دي. په هرات کې یې هم له کبله ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. پر دې سربېره؛ ښايي د تېرې ورځې سېلابونو له کبله نورو سیمو کې هم ځاني زیانونه اوښتې وي، چې رسنیو ته یې په اړه مالومات نه دي رسېدلي.