د (UNHCR) ادارې له راستنېدونکو کډوالو پر ملاتړ ټينګار وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66444
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-17

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ګواښ وکړ، که افغانستان کې له بېرته راستنېدونکو کډوالو او بېځايه شوو کسانو څخه ملاتړ ونه شي، زيات شمېر افغانان به خپل هېواد پرېږدي. د (UNHCR) د عملياتي چارو مرستيال جورج اکوټ اوبو د کورنيو بېځايه شوو د ژوند شرايطو ته په اشارې سره ګواښ وکړ چې روان کال کې به له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته زيات شمېر افغانان کډه شي. هغه دغه راز وویل، چې نړیواله ټولنه په اروپایي او ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ د بحران پای ته رسولو وړتیا لري او نور باید په دې برخه کې ځنډ ونه کوي. جورج اکوټ زياته کړه: "د امنيت نه شتون، ښو روغتيايي، روزنيزو او د پالنې اسانتياوو ته نه لاسرسى، د مېشتېدو او کار نه شتون د بېځايه شوو افغانانو له عمده ننګونو څخه دي، که نړيواله ټولنه د پراختيايي پروګرامونو له لارې د هغوى ستونزو ته لاسرسى و نه کړي، زيات شمېر افغانان به خپل هېواد پرېږدي."