امریکا د موصل ښار د بېرته نېولو لپاره عراق ته ۲۰۰ سرتېري لېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66446
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-19

امریکا له داعش ډلې د موصل ښار د بېرته نېولو په موخه هغه هېواد ته ۲۰۰ اضافي عسکر استوي او عراق ته جنګي الوتکې ورکوي. د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر، چې تېره ورځ عراق ته په ناڅاپي سفر تللی و، دغه څرګندونې په پلازمینه بغداد کې د هغه هېواد له چارواکو سره په خبرو کې وکړې. عراقي ځواکونو د موصل د نیولو عملیات د تېرې مارچ میاشتې په ٢۴ نېټه پیل کړل، چې لا هم روان دي. داعش جنګیالي له ډېرې مودې راهیسې د عراق په موصل ښار حاکم دي، چې غرب یې په بېرته نیولو کې عراقي ځواکونه ناکام بللي.