مسعود: حکومت ځکه لویه جرګه نه راغواړي چې بقا ته یې ګواښ جوړ نه شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66448
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-19

پخوانى سلاکار وزير شهزاده مسعود وايي، چې د ملي يووالي حکومت د لويې جرګې را بللو ځکه ډډه کوي، چې ګډونوال يې ددغه حکومت پر ضد کوم اقدام ونه کړي. د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدلو په هوکړه ليک کې راغلي، چې د دغه حکومت دوو کلونو پوره کېدو سره به لويه جرګه راغوښتل کېږي چې پکې د اجراييه رياست د برخليک په اړه پرېکړه وشي. خو شهزاده مسعود وايي چې اوس د ملي يووالي حکومت له دې وېرې چې ګډونوال د موقت حکومت د رامنځته کېدو وړانديز ونه کړي، د لويې جرګې له رابللو ډډه کوي. هغه د امريکا پر بهرنيو چارو وزير جان کيري هم نيوکه وکړه، چې د ملي يووالي حکومت موده يې پنځو کلونو ته وغځوله. شهزاده مسعود د هېواد پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او د ټولو ستونزو حل یې دودیزې لويې جرګې په جوړېدو پورې تړلی دی.