ایراني پولیسو د هغې غونډې مخه نېولې چې ستایش ته یې عدالت غوښت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66449
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-19

د ایران پولیسو په تهران کې د افغانستان د سفارت مخې ته د هغې غونډې مخه ونیوله، چې په هغه هېواد کې د یوې افغان ماشومې د وحشیانه وژلو د غندنې او د هغې له کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره رابلل شوې وه. شپږ کلنه ستایش قریشي تېره اوونۍ د یوه ایراني ګاونډي له لوري له تښتول کېدو او جنسي تېري وروسته په بې رحمۍ ووژل شوه. د یادې ماشومې د وژنې په غبرګون کې یو شمېر افغانانو او ایرانیانو غوښتل چې د افغانستان د سفارت مخې ته راټول او د غندنې تر څنګ یې د وژل شوې ماشومې له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړي، خو ایراني پولیسو یې مخه نېولې ده.