لاریجاني: نور هېوادونه باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان ملاتړ وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66452
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-19

د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاريجاني ویلي نور هېوادونه باید له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې څنګ تر څنګ ودرېږي. علي لاريجاني پرون په مسکو کې د اسیا د پارلماني مشرانو د ناستې په حاشیه کې د افغانستان د پارلمان له ریس عبدالروف ابراهیمي سره کتلي او د تېرې ورځې د پېښې په اړه یې خفګان څرګند کړی دی. لاريجاني ویلي افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پرمختګونه کړي دي او نورو هېوادونه باید له افغانستان سره په دې مبارزه کې یو لاس شي څو له سیمې د ترهګرۍ جرړې وباسي. د آسیا پارلمان د مشرانو ناسته هر کال جوړېږي چې په هغه کې د ډېری آسیایي هېوادونو پارلماني مشران ګډون کوي.