مینه پال: له پاکستان سره د افغان حکومت پالیسي بدله شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66463
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-22

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، د پاکستان په اړه د افغانستان پالیسي بدله شوې ده. نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې د هیوادونو پالیسي د تعهداتو او ژمنو پر اساس تنظمیږي او تل په یو حال نه پاتې کیږي. مینه پال ویلي، چې اوس د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د حکومت پالیسۍ کې تغییر راغلی دی. هغه دغه راز ویلي، چې افغان حکومت لا هم پاکستان ته منتظر دی، چې د سولې په باب خپل تعهدات عملي کړي او په وینا کې هغه هېواد خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي، د څلور اړخیز بهیر هلې ځلې به کومه پایله ونه لري. د ولسمشر د ویاند مرستیال دغه راز ویلي، چې د کابل وروستی خونړی برید د حقاني شبکې کړی، حقاني شبکه د پاکستان له حکومت سره نږدې اړیکې لري او د افغانستان د خلکو او ولس پر وړاندې د هغوی پلانونه عملي کوي. هغه ادعا کړې، چې پاکستان تل له حقاني ډلې سره په بریدونو کې مرسته کړې ده.