قومي مشران: که غني او عبدالله حکومتولي نه شي کولای استعفا دې وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66464
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-22

د خوست يو شمېر قومي مشران وايي، د ولسمشر او اجرائيه رئيس د خپلمنځي اختلافاتو له امله د هېواد امنيت سخته ضربه خوړلې او د کابل وروستۍ پېښه د دواړو مشرانو د بې غورۍ پایله ده. د خوست قومي مشرانو په یاد ولایت کې د کابل وروستۍ پېښه کې د وژل شويو کسانو د فاتحې پر مهال پر غني او عبدالله غږ وکړ، چې «که حکومتولي نه شئ کولای استعفا ورکړئ». قومي مشرانو دغه راز ویلي، د بې ګناه افغانانو پر وژلو اندېښنه څرګندول کوم درد نه شي دوا کولای او باید د وژلو مخه یې ونیول شي. د يادونې ده، چې د تېرې سه شنبې په ورځ د کابل په پل محمود خان سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ۶۴ تنه ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپيان شول، چې چارواکو یې اکثریت قربانیان بې ګناه ملکي وګړي وښودل.