چارواکي: پاکستان کې د ناقانونه افغان کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ پېلیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66465
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-22

افغان چارواکي وايي، ډېر ژر به په پاکستان کې د هغو افغانانو د نوم لیکنې لړۍ پېل شي، چې قانوني اسناد نه لري. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، پاکستان ته د وزیر سید حسین عالمي بلخي د سفر پر مهال د هغه هېواد چارواکو ژمنه کړې، چې په درېو اوونېو کې به د هغو افغان کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ پېل کړي، چې قانوني اسناد نه لري. نوموړي ویلي، دا ژمنه په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز او یو شمېر نورو چارواکو کړې ده. د میاخېل د مالوماتو پر اساس پاکستاني چاروکو تر دې وړاندې هم ورته ژمنه کړې وه، چې د یو لړ ستونزو له کبله عملي نه شوه. د ویلو ده، چې دا مهال په پاکستان کې تر دوه نیمو ملیونو افغان کډوال ژوند کوي، چې نږدې نیمايي یې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.