محمود صیقل: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د مخالفینو پر ضد اقدام وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66466
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-22

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي محمود صیقل ویلي، چې دغه سازمان دې په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ کوونکو پر وړاندې جدي اقدام وکړي. صیقل د یاد سازمان غونډه کې د خبرو پر مهال غوښتنه کړې؛ هر هغه څوک یا بنسټ، چې په افغانستان کې له ترهګرو سره مرسته کوي؛ باید پر وړاندې یې جدي اقدام وشي. د صیقل په وینا، افغانستان تر اوسه د ترهګرو له ګواښ سره مخ دی او طالبانو، داعش او القاعدې شبکې یو ځل بیا تر لږې کرارۍ وروسته د هوا له ګرمیدو سره سم د افغانانو پر وړاندې فعالیتونه پیل کړي دي. محمود صیقل ورته مهال، د ملي یووالي حکومت له مشرانو هم غوښتي، چې خپلمنځي ستونزې حل کړي او د مرستو لړۍ د پراخوالي لپاره د نړیوالې ټولنې باور تر لاسه کړي.