جاهد: کورنیو چارو وزارت کې د سیاسیونو لاسوهنو ستونزې جوړې کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66476
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-24

د کورنيو چارو وزير وايي په تبديليو او ګمارنو کې د سياسي مشرانو لاسوهنه د پوليسو د ناکامۍ لامل شوې او که سياستوال یې د ارادې مخنيوى ونه کړي، شپږو میاشتو کې به د فساد رېښې وباسي. تاج محمد جاهد د مشرانو جرګې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د وزارت په چارو کې د سیاسیونو لاسوهنو ستونزې جوړې کړې، چې له کبله یې دوی خپل کار په سمه توګه نه شي ترسره کولای. دغه راز د مشرانو جرګې یو شمېر غړو امنیتي ځواکونه تورن کړل، چې پر وخت د بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې نه کوي. د کورنیو چارو وزیر مني، چې امنیتي ځواکونه د پېښو له رامنځته کېدو وروسته عمل کوي، خو پړه یې پر استخباراتي او کشفي ارګانونو اچوي. جاهد په کورنیو چارو وزارت کې له فساد سره د مبارزې په اړه وویل، چې په وروستیو څو ورځو کې یې د امنيه قوماندان تر کچې چارواکي په فساد کې د ښکېلتيا له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.