د بریټانیا سفیر: د ملي یووالي حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66478
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-24

په کابل کې د بریټانیې سفیر ډامنیک جرمي وايي، لا هم افغانستان کې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره اوږد مزل پاتې دی. نوموړي دغه راز ویلي، د ملي یووالي حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، چې له کبله یې افغانان مایوسه شوې دي. سفیر ډامنیک جرمي زیاته کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره هڅې کړي او که افغان حکومت ترې وغواړي ان د سولې په مخامخ خبرو کې هم ګډون کوي. جرمي د ملي یووالي حکومت په اړه ویلي، دغه حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، چې له کبله یې افغانان مایوسه شوي دي. هغه همدا راز ویلي، روان کال به د بروکسل په نړیواله غونډه کې له افغانستان سره د تېرو کلونو په څېر مرستې اعلانوي، چې دا به د دغه هېواد له پرمختګ سره ډېره مرسته وکړي.