کرزی: د څلور اړخيز بهیر غړي هېوادونه د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو مسئوليت پر غاړه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66481
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-29

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خلیل کرزی وايي، چې د څلور اړخیز بهیر غړي هېوادونه دې د طالبانو پر وړاندې نظامي اقدامات وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، د څلور اړخيز بهیر غړي هېوادونه به د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو مسئوليت پر غاړه ولري. د کابل له خونړۍ حملې وروسته چې نږدې ۴۰۰ کسان په کې مړه او ټپيان شول، افغان حکومت د طالبانو او داعش په شمول د ټولو وسله والو ډلو پر وړاندې د نظامي عملیاتو پرېکړه وکړه. د بهرنیو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي له ټايمز اېف انډيا ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي؛ که پاکستانیان طالبان د سولې مذاکراتو ته نه شئ حاضرولی، د دې وړتیا خو لري، چې په خپل کور کې دننه د هغوی پر وړاندې اقدام وکړي.