داكتر فاروق اعظم ته!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66485
ص سعیدي
دخبریدو نیټه : 2016-04-30

 

چې د قام د درد او غم ځینې خبر شي
پوه لارښود شي د ټولنې ښه رهبرشي

د حالاتو پیچ او خم ناکام وختو کې
خدمتګارپه صداقت د قام نوکر شي

په چوپړ کې دخپل قام او ولسونو
استواره، پا بر جا په شان د غر شي

بد حالت کې د ولس په غم،غمجن وي
د دښمن مکر، فریب ته لکه سپر شي

قربانې ته شي حاضر د خیر په لار کې
په چوپړ کې دخپل قام د خیرمصدر شي

چې د قام او د ولس په درد دردمند وي
دهیواد دهر خیر خواه د زړګي سر شي

شته اخلاص او علمیت یې په وینا کې
د فاروق اعظم لار ښود ته که نظر شي
-----------------------

۲۸ - ۴ - ۲۰۱۶
م ۰ کال