راپورونه: د اسلامي حزب پلاوي تېره شپه له ولسمشر سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66495
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-30

راپورونه وايي، چې د حزب اسلامي پلاوي تېر ماښام له ولسمشر غني سره د سولې پر نهايي مسایلو خبرې کړې دي. د سولې په اړه کابل ته د حکمتیار راغلي پلاوي تېره ورځ وویل، چې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د ۲۵ ماده يي طرحې پر ۲۲ مواردو هوکړه شوې او پر درېو نورو نهايي مادو به پخپله ولسمشرغني پریکړه وکړي. د سولې عالي شورا وايي، په نظام کې دننه یو شمېر کړۍ د بهرنیو استخباراتو په لمسون له حزب اسلامي سره د روانو مذاکراتو د سبوتاژ هڅې کوي. رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د حزب اسلامي پنځه کسیز پلاوي تېره شپه له ولسمشر غني سره په کتنه کې پر پاتې درېو نورو اساسي مسایلو خبرې وکړې. د دغې لیدنې نور جزئیات لا تر دې دمه نه دي په ډاګه شوي.