سرچینې: امریکا د افغان سولې په اړه څلور اړخیز بهیر کې د چین پر رول نه ده خوښه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66496
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-30

د ملي شورا غړي وایي، په څلور اړخیزو ناستو کې له شویو ژمنو سره د پاکستان نه لېوالتیا او د امریکا سکوت ښيي، چې متحده ایالات او پاکستان دغو مذاکراتو ته رښتیني نه دي. د سولې د څلور اړخیزو ناستو د ناکامۍ په تړاو ویل کېږي متحده ایالات، په دغو خبرو کې د چین پر رول خوښ نه دي او غواړي د سولې خبرې په خپل انحصار کې وساتي. د ولسي جرګې غړي وایي، امریکا په افغانستان کې د سولې پروسه بریالیتوب ته نه پرېږي او هڅه کوي په دغه راز نمایشي هڅو سره افغان حکومت بوخت وساتي. د سیاسي چارو شنونکی نظرمحمد مطمین بیا وايي، چې افغان سیاستوال یو دریځ او یو نظر نه لري او تمه کېږي چې حکومت او ولسمشر به د سولې په برخه کې یو ځل بیا پاکستان ته مخ ور واړوي. مطمین زیاتوي، تر هغو چې له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه شي، د سولې پروسه به مثبتې پایلې ته ونه رسېږي.