د اسټرالیا ګورنر جنرال وايي هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66498
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-30

د اسټرالیا جنرال ګورنر پیټر کاسکروف وايي، چې هېواد به یې له افغانستان سره پر خپلو نورو مرستو سربېره اقتصادي پراختیا ته دوام ورکړي. نوموړی چې تېره ورځ کابل ته راغلی، په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال هغه ته د اسټراليا د سفر بلنه هم ورکړې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د پیټر کاسکروف دغه بلنه منلې او ژمنه یې کړې چې په یوه مناسب وخت کې به هغه هېواد ته سفر وکړي. د اسټرالیا جنرال ګونر په داسې حال کې افغانستان ته راغلی، چې تېره اونۍ په ننګرهار کې یوه اسټرالیايۍ میرمنه د ناپېژاندو وسله والو له لوري وتښتول شوه.