یو شمېر ولایتونو کې د کډوالو ځمکې غير مستحقو کسانو ته وېشل شوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66504
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-01

د کډوالو چارو وزارت د تفتيش رياست په ارګ کې د کډوالو عالي کميسيون غونډې پر مهال ولسمشر ته په یوه راپور کې ویلي، چې دغه ځمکې په کابل، لغمان، بغلان او بلخ ولايتونو کې وېشل شوې دي. له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده سپارلې، چې د يادو ولايتونو واليانو سره په تفاهم د دغو ځمکو د ساتنې او مستحقو کډوالو ته یې د وېش په برخه کې کار وکړي.