یمن کې د سولې خبرې وځنډېدې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66505
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-01

د يمن حکومت په دغه هېواد کې د حوثي ياغيانو له خوا د پلازمېنې صنعا په شمال کې د پوځي اډې له نيولو وروسته د سولې مخامخ خبرې ځنډولې دي. د عمران سيمې پر عمالقه پوځي اډه حوثي ياغيانو بريد کړی و چې لوی شمېر پوځيان په کې وژل شوي وو. د ملګرو ملتونو له خوا د سولې خبرو کې د حکومت استازی او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير عبدالمالک المخلفي ويلي، چې پر پوځي اډې برید د سولې خبرو کې درز پيدا کړی دی. نژدې د یوه کال تاوتريخوالي وروسته، یمن کې د اپرېل پر ۱۱ اوربند پيل شو، چې دواړه غاړې یې په ترڅ کې پر یو بل د سرغړونو تورونه لګوي.