جان کیري د سوریې د سولې خبرو لپاره ژینیو ته تللی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66506
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-01

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سوریې د سولې خبرو کې د ګډون په موخه ژینیو ته تللی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي، چې کیري به په خپلو خبرو کې سوریه کې د اوربند پر ټینګیدو ټینګار وکړي. سوریه کې د کورنیو جګړو د درېدو له پاره څو ځلې اوربند اعلان شوی، خو پر مهال یې د سرغړونو خبرونه هم ورکول کیږي. له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې یو ځل بیا پر اوربند هوکړه وشوه، خو په حلب کې بیا پر یادې هوکړې عمل نه دی شوی. یوازې د شنبې په ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو پر حلب ښار ۳۰ هوايي بریدونه کړي دي.