په کابل کې د برېټانیې سفیر: له طالبانو سره د سولې په اړه فکر کول سخت کار دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66509
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-02

په افغانستان کې د برېټانیې سفیر ډومنیک جرمي وايي، له هغه وروسته چې طالبانو د ملي امنیت د لوړ پوړو چارواکو د محافظت په ریاست په کابل کې برید وکړ، لدې ډلې سره د سولې په اړه فکر کول سخت کار دی. ښاغلي جرمي وویل د فبرورۍ په میاشت کې داسې فکر کیدو چې له دغه څلور اړخیزو غونډو څخه له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو په تړاوو سولې ته نږدې شوي دي، خو دا کار و نشو. د ښاغلي جرمي په وینا دا د ټولو لپاره د مایوسۍ خبره ده. جرمي وویل چې دوی په ټولو ډلو غږ کړی، چې جنګ پرېږدي او سولې ته راشي.