هیسم: لا هم د څلور اړخیزې غونډې د بریاليتوب چانس شته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66512
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-02

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، چې د سولې څلور اړخيزو خبرو اترو لړۍ له ماتې سره نه ده مخ شوې. نيکولاس هيسم باميانو ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې ثبات د جګړې له لارې نه شي راتلای او سوله په افغانستان کې د ښکېلو لورو تر منځ يوازېنۍ حل لاره ده. هېسم، د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا ترمنځ د سولې څلور اړخيزو خبرو اترو په اړه وويل، چې دغه لړۍ له ناکامۍ سره نه ده مخ شوې او لا یې هم د بریالیتوب چانس شته. تر دې مهاله د سولې په اړه د څلور اړخیز بهیر څلور ناستې شوي او پاکستان یې په نږدې راتلونکې کې د پنځمې د جوړېدو خبر هم ورکړی، خو افغان حکومت ویلي، چې دوی نور په دا ډول غونډو کې ګډون نه کوي.