په یوه وسله وال برید کې څلور پولیس وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66514
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-04

وسله والو د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې څلور پولیس وژلي. د دغه ولایت امنیه قوماندان وايي چې طالبانو د سید کرم ولسوالۍ د بډم کندې پر پوسته تېره شپه برید کړی چې په پایله کې یې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. قادر ګل ځدراڼ وايي طالبانو د پولیسو موټر، وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي. ویل کېږي دا پوسته د ولسوالۍ د مرکز په دری کیلومتره کې پرته ده، خو د برید پر مهال یې نور پولیس مرستې ته نه دي ورغلي.