د بښنې نړیوال سازمان له ولسمشر غني غوښتي چې د اعدام حکمونه لاسلیک نه کړي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66517
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-04

د بښنې نړیوال سازمان دافغان بندیانو له اعدامولو سره کلک مخالفت ښودلی او له ولسمشر غني غواړي چې د اعدام ټول حکمونه دي رد کړي. دغه سازمان وايي چې د اعدام پر ځاې دې بندیانو ته د حبس سزا ورکړل شي. د بښنې نړیوال سازمان او د اعدام د سزا نورې مخالفې ډلې وایي، ځکه په افغانستان کې د اعدام مخالفه دي، چې د دغه هېواد قضايي او د قانون د انفاذ ادارې په فساد کې ډوبې دي. که څه هم په ارګ او سترې محکمې کې چارواکي نه وايي‌ چې په ټوله کې څومره بندیان په اعدام محکومه شوي خو د بښنې نړیوال سازمان وايي چې شاوخوا ۴۰۰ بندیانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده.