پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه ګونګ دریځ سږ کال ټاکنې ناشونې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66520
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-04

د ټاکنو يو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د حکومت ګونګ دريځ په روان کال کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ناشونې او خلک پر ډيموکراسۍ بې باوري کوي. دوی نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، حکومت بايد دغه ګونګ حالت نور ختم او ولسي جرګه هم د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان تصويب کړي. د ياد بنسټ غړي جانداد سپين غر خبريالانو ته وويل، چې دوی د ټاکنيزو اصلاحاتو په تړاو د حکومت کړنو او ګونګ حالت انديښمن کړي يو. هغه زیاته کړه، په ارګ کې يو شمېر کسان د ټاکنيزو کمېسيونونو له اوسنيو جوړښتونو ملاتړ او یو شمېر نور یې مخالفت کوي او همدې کړيو د ټاکنيزو اصلاحاتو لړۍ ستونزمنه کړې ده.