ټرامپ: له ډیویډ کمرون سره مې اړیکې ښې نه دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66572
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-16

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي گوند نوماند ډونالد ټرمپ وايي، چې د بریټانیا له صدراعظم ډیویډ کمرون سره یې اړیکې ښې نه دي. وروسته له هغې چې ترمپ د امریکا متحده ایالاتو ته د مسلمانانو په ورتگ د بندیز غوښتنه وکړه، د برتانیا صدراعظم د هغه دا کار "نفاق اچونکی او ناسم" وباله. کمرون ویلي وو چې که دونالد ترمپ بریټانیې ته راشي نو ټوله بریټانیا به د ترمپ پر ضد متحده کړي. ډونالډ ټرمپ ویلي، دی هیله من دی، چې د بریټانیې له صدراعظم ډیویډ کمرون سره ښې اړیکې ولري، خو په وینا یې کمرون مغرور دی او پر ښو اړیکو هم کبر کوي.