په روان میلادي کال کې ۱۱۸ زره افغانان له هېواده وتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66573
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-16

ملګري ملتونه وايي د روان میلادي کال په لومړېو څلورو میاشتو کې ۱۱۸ زره افغانان له هېواده وتلي دي. شینهوا خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یوه ویاند له خولې لیکلي، چې دغه شمېر کسان د جګړو او اقتصادي ستونزو له کبله له هېواده وتلي دي. سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې په یوازې تېره اپرېل میاشت کې ۲۲۴۰۰ کسان په کندوز کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې که څه هم په افغانستان کې دننه بې ځایه شویو کورنیو سره یوه اندازه مرسته شوې، خو په وینا یې ژوند یې له ناوړه وضعیت سره مخ دی.