کیت ایلیسن: امریکا باید په افغانستان کې د سولې د ټینگښت لپاره پر غیر پوځي ستراتیژیو تکیه وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66574
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-16

د متحده ایالاتو د کانگرس یوازنی مسلمان غړی کیت ایلیسن وایي امریکا باید په افغانستان کې د سولې د ټینگښت لپاره پر غیر پوځي ستراتیژیو تکیه وکړي. نوموړي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې سوله د جګړې له لارې نه شي راتلای او امریکا ته په کار ده، چې افغانستان کې د جګړې د ختمولو په موخه پر غیر پوځي ستراتیژیو تکیه وکړي. د متحدو ایالاتو د کانگرس غړي دا هم ویلي، چې یوازې افغانستان نه، بلکې امریکا او د ایساف نور هېوادونه باید له پاکستانه د افغان سولې په باب د رښتینې او صادقانه همکارۍ غوښتنه وکړه. ایلیسن افغانستان کې د داعش حضور ته په اشارې ویلي، چې د دغې ډلې بنسټ پر درواغو ولاړ دی او هیڅکله به موخې ته ونه رسیږی.