د ناټو او همکارو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان پر وروستيو حالاتو خبرې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66575
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-16

ټاکل شوې، چې د ناټو او همکارو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان پر وروستيو پوځي او سياسي حالاتو خبرې وکړي. د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ناټو او همکارو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پيلېږي. سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې به د ناټو د٢٨ غړو هېوادونو ترڅنګ د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت اړونده د همکارو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران هم ګډون وکړي .د ناټو يادې سرچينې ویلي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني به هم په دې غونډه کې ګډون ولري او د افغانستان د وروستيو امنيتي او سياسي حالاتو په اړه به د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړي.