په عراق کې د بم چاودنې ۵۷ کسان وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66577
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-17

د عراق پلازمېنه بغداد کې د بمي چاودنو پایله کې لږ تر لږه ۵۷ کسان وژل شوي دي. ویل کېږي، لومړی یوې ښځینه ځانمرګي بریدګرې د پلازمېنې شمال الشاب سیمه کې یوه مارکیټ کې په ځان پورې تړلیو توکو ته چاودنه ورکړه. دویمه چاودنه په الصدر سیمه کې وشوه، چې د دغې سیمې ډېری اوسېدونکي شیعه ګان دي. داعش ډلې ویلي د الشاب سیمې برید دوی کړی دی. دواړو چاودنو کې ۵۷ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.