په زابل کې د هوایي برید په پایله کې د القاعدې شبکې یو قوماندان وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66578
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-17

په زابل کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د القاعده شبکې يو مهم قوماندان وژل شوى دى. په کابل کې د افغان ځانګړو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هوايي بريد د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې شوى دى. سرچينې زياته کړې چې په دې هوايي بريد کې د ملامحمدعلي په نامه د القاعده ډلې يو مشهور قوماندان وژل شوى دى. په خبرپاڼه کې د وژل کس په اړه یې ډېر مالومات نه دي راغلي.