فنلنډ پر افغان پناه غوښتونکو شرایط سخت کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66579
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-17

د فنلنډ حکومت په هغه هېواد کې پر افغان پناه غوښتونکو شرایط سخت کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان وضعیت نسبتاً ښه دی او افغانان باید خپل هېواد ته ستانه شي. د فنلنډ حکومت پر افغانستان سربېره، عراق او سومالیا هم هغه هېوادونه بللي، چې امنیت ښه دی او وګړي یې له کوم جدي ګواښ سره نه دي مخ. تېر کال شاوخوا ۳۲۵۰۰ او وړم کال ۳۶۰۰ کډوال فنلنډ ته تللي، چې ډېری یې د افغانستان، عراق، سوریې او سومالیا وګړي دي.