مینه پال: له صفري نقطې څخه د پاکستان د سر غړونې په صورت کې مو خپلو ځواکونو ته د لازم ځواب امر کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66580
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-17

افغان حکومت یو ځل بیا خپل وسله وال ځواک ته امر کړی، چې که د پاکستان پوځ پر ګډه فرضي پوله له صفري نقطې سرغړونه کوي، لازم ځواب دې ورکړي. حکومت خپلو ځواکونو ته دا امر په داسې حال کې کوي، چې ویل کیږي، پاکستاني پوځیانو د خوست ولایت په یو شمېر سیمو کې ډیموګرافیکي سروې پېل کړې ده. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال سپوږمۍ راډېو ته وویل، افغان ځواکونو ته بیا ځلي امر شوی، چې د پاکستاني پوځ د دا ډول کړنو په غبرګون کې لازم او اړین ځواب ورکړي. باید وویل شي، چې پاکستاني ځواکونو تېره اونۍ د تورخم دروازه کې د تاسیساتو پر جوړولو پېل وکړ، چې افغان پوله ساتونوکو ځواکونو یې مخه ونیوله.