نن په اسلام اباد کې د افغان سولې په اړه پنځمه ناسته تر سره کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66581
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-17

ټاکل شوې چې نن په اسلام اباد کې د افغان سولې په باب د څلور اړخیز بهیر پنځمه ناسته ترسره شي. ویل کیږي، چې په دې ناسته کې به افغانستان له لوري په پاکستان کې افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال ګډون وکړي. د یاد بهیر په تېرو غونډو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرسیتال حکمت خلیل کرزی ګډون کړی و، خو ویل کیږي، چې دا ځل د سفيرانو په کچه غونډه ده. د سیاسي چارو شنونکي د حکومت پر ضعیفه دریځ چې د سولې په تړاو یې د پاکستان پر وړاندې غوره کړی، د نیوکې تر څنګ وايي، طالبان د حکومت کورنی حریف دی او باید د کور دننه ورسره خبرې وشي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال سپوږمۍ راډېو سره په مرکه کې وویل، چې په دا ډول غونډو کې ګډون د وخت ضایع کول دي.