دوحه له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره تر اسلام اباد غوره بدیل دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66582
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-21

شنونکي وايي چې د افغانستان حکومت باید د سولې د خبرو په برخه کې د اسلام اباد پر ځای دوحې ته مخه کړي. دوی زیاتوي، ولسمشر اشرف غني قطر ته د خپل سفر په جریان کې باید هلته د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي. که څه هم د ولسمشر اشرف غني د سفر په اجنډا کې دا نه دي ویل شوي چې هلته به د سولې په اړه له قطري چارواکو سره خبرې کوي او که نه، خو شنونکي ټینګار کوي چې قطر باید په دې برخه کې منځګړیتوب ته وهڅول شي. شنونکي وايي چې ولسمشر اشرف غني قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې باید په دوحه کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د مخامخ بین الافغاني خبرو زمینه برابره کړي. ولسمشر غني پرون له یوه دولتي پلاوي سره قطر هېواد ته ورسېد. معلومه نه ده چې ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې له قطري چارواکو سره د سولې د خبرو په اړه هم وغږېږي او که نه؟ خو شنونکي ټینګار کوي چې ولسمشر باید له فرصت څخه په ګټې اخیستنې په قطر کې د بین الافغاني مخامخ خبرو لپاره لاس په کار شي. د دوی په خبره، د پاکستان له لارې له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې دي او افغان دولت باید له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیلولو نوښت په خپل لاس کې واخلي. طالبان له ۲۰۱۱ کال راهیسې په قطر کې سیاسي دفتر لري چې په خپله د طالبانو په وینا، دا دوی یوازېنی سیاسي ادرس دی. طالبانو د سولې د خبرو په تړاو په بېلابېلو اعلامیو کې منلې چې دغه دفتر د دې ډلې په استازیتوب د سولې د خبرو او همدارنګه د سیاسي چارو د سمبالولو مسوولیت او صلاحیت لري. شنونکي وايي چې ولسمشر قطر ته د خپل سفر په جریان کې باید د قطر په منځګړیتوب هلته د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي. د چارو شنونکی نظر محمد مطمین وایي، که ولسمشر په قطر کې د وسله والو طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي، دا به یو ډېر لوی ابتکار وي. د مطمین په خبره، په دې وروستیو کې افغان حکومت هڅې پیل کړې، څو له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي، خو دوی په دې برخه کې پر پاکستان ډېره تکیه کړې ده. دی زیاتوي، که بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره شي، نو د سولې روانې هڅې به ډېر ژر نتیجه ورکړي. هغه سرنوشت ته وویل: «له پاکستانه دا تمه کول چې طالبان به سولې ته راولي، د وخت ضياع ده، نو بناً دغه لاره ډېره مناسبه ده او باید هلته له طالب استازو سره مخامخ خبرې وشي.» د ده په وینا، که سولې ته ژمنتیا موجوده وي او سوله د تسلیمۍ په معنا نه وي، نو له شک پرته به طالبان له افغانانو سره ګوري. خو د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي بیا وايي چې طالبان په خپل واک کې نه دي او د پاکستان له خوښې پرته د مستقیمو خبرو اجازه نه لري. ایوبي زیاتوي چې د سولې د خبرو واک له پاکستان سره دی او دغه هېواد نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.