قزاقستان کې پولیسو د حکومت سلګونه مخالفین نیولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66583
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-21

په قزاقستان کې د حکومت د اپوزېسیون له خوا د پیل شویو لاریونونو په ترڅ کې پولیسو تېره ورځ په څو ښارونو کې سلګونه لاریون کوونکي او مخالف سیاستوال نیولي دي. معترضین د دولتي کرنيزو ځمکو د خصوصي کېدو مخالفت کوي او په وینا یې دغه اقدام بهرنيانو ته زمينه برابروي چې ځمکې تر ٢٥ کلونو د زياتې مودې لپاره اجاره کړي. حکومت تر اوسه په پلازمېنه استانه او نورو ښارونو کې لسګونه لاریون کوونکي او خبريالان نيولي دي. پوليسو دغه راز د لویو ښارونو مرکزونو ته نږدې په ميدانونو او کوڅو کې تر زرو ډېر سياسي فعالین او نور کسان هم نيولي دي.